په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د مړو شويو کسانو شمېره دوه ميليونه کسانو ته رسېدلې ده. د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٣ ميليونه کسانو اوښتى دى. دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٦٦ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، او دوه ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي. د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي. د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٣ميليونه او ٩١٧ زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٥٢٠ زره او په برازيل کې اته ميليونه او ٦٦٦ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.
































