د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځلې بیا په هند تور لګولی چې افغانستان کې د سولې روانه پروسه ګډوډول غواړي. قریشي ویلي پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې هڅې کوي او د سولې په روانه پروسه کې یې خپل رول لوبولی دی. نوموړي تور لګولی چې هند افغانستان کې د سولې مخې ته خنډونه راولاړوي. تر دې مخکې هم کله ناکله د پاکستان دولتي چارواکو په هند تورونه لګولي چې د افغان سولې پروسه ګډوډول غواړي خو هندي چارواکو د پاکستان دا تورونه بې اساسه بللي او اسلام اباد یې کابل کې د ګډوډۍ او ناامنۍ په دوام تورن کړی دی. د هند دبهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر په دې وروستیو کې د پاکستان د تورونو په ځواب کې ویلي وو هند افغانستان کې د سولې او امن پلوی دی او دوی د یو با ثباته افغانستان غوښتونکي دي.
































