د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان او عراق کې یې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو هدف پوره کړی دی. پنتاګون وايي چې په افغانستان کې يې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړ. د دې وزارت په وینا په همدې ورځ یې په عراق کې هم د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی. د امریکا دفاع وزیر کریستوفر میلر ویلي، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د امریکايي پوځیانو شمېر تر ټولو ټیټ حد ته راکم کړل شوی دی. ده په عراق کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه ویلي چې اوس د عراقي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او هغوی د خپل هېواد دفاع په خپله کولی شي. امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په افغانستان کې ۱۰۰ زره پوځیان لرل. د امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم، ټول امریکايي پوځیان باید د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستان ووځي. خو د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي چې محدود شمېر پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي چې د القاعده او داعش پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.
































