په کابل کې د ننني مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. د راپورونو له مخې پېښه د کابل پوهنتون پر سړک شوې ده. امنیتي سرچینې وایي چې مقناطیسي ماین د امنیه قومندانۍ د منصوبینو پر موټر پسې نښلول شوی و. ځينې سرچینې بیا وايي چې دغه چاودنه د کابل امنیه قومندانۍ د امنیتي معاون پر موټر شوې ده، چې نوموړي ته کوم زیان نه دی اوښتی خو دوه پولیس په پېښه کې وژل شوي دي. حکومتي سرچینو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































