د کندهار والي وايي چې وسله والو د ملي امنیت د موټرونو پر ورکشاپ برید کړی دی. دده په خبره له افغان ځواکونو سره په نښته کې تر دې دمه څلور بریدګر وژل شوي دي. هغه د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو وایي ساحه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي. پېښه نن سهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار له هوايي ډګر سره نږدې د ملي امنیت ځواکونو د موټرونو د ورکشاپ پر ودانۍ شوې ده. تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
































