د راپورونو له مخې د فرانسې او ترکیې ولسمشرانو په خپلو کې یو بل ته لیکونه لېږلي دي او د اړیکو د ښه کولو لپاره یې هڅې پيل کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ددغه لیکونو تبادله کېدل تایید کړي دي خو د محتوا په اړه یې څه نه دي ویلي. بلخوا رسنۍ بیا وایي چې اردوغان په دې لیک کې د وروستیو پېښو له امله له فرانسې سره غمشریکې څرګنده کړې ده. تېر کال د ځينو سیاسي او ټولنیزو مسایلو له امله د ترکیې او فرانسې ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې او د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پر یو بل سختې نیوکې وکړې.
































