وروسته تر هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړی دی، طالبانو یې دا پرېکړه ستایلې او د امریکا- طالبانو د هوکړې مطابق یې دا اقدام یو غوره او پر ځای ګام بللی دی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بې له شکه د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی له خپل اړخه پوره ډاډ ورکوي چې په شوې هوکړه کې کړيو وعدو ته به ژمن پاتې کېږي او له مقابل لوري هم ورته تمه او غوښتنه لري.
































