د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر کمېدو ته په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد په اړه د دوی دریځ بدلون نه دی کړی او دا سازمان به د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او مرستې ته دوام ورکړي. په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی له افغان ځواکونو سره یو ځای په افغانستان کې د تلپاتې سولې تضمین لپاره مبارزه کوي او په دې هڅه کې دي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل نه شي. خبرپاڼه کاږي، دوی د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي او شرایطو ته په کتو به په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړي. د یادونې ده چې د امریکا دفاع وزارت پرون اعلان کړی دی چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر دوه زره او ۵۰۰ ته راښکته کړی دی.
































