د ایسټ ایژن فاریوم په نامه د امریکا یو اعتباري تحلیلي مرکز ویلي چې که څه هم بایډن به واک ته له رسېدو سره سم په خپلو بهرنیو سیاستونو کې ځینې ژور بدلونونه رامنځته کړي خو ټینګار یې کړی دی چې د جنوبي اسیا په اړه به د بایډن سیاست د ټرمپ هغه ته ورته وي. د همدې مرکز له لوري خپاره شوي تحلیل کې راغلي، بایډن په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ژمنه کړې وه چې امریکا به بېرته پخواني برم ته رسوي او له نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکې بېرته پخواني حالت ته ستنوي نو پر همدې اساس ډیپلوماسي ډېره ورته مهمه ده او ښکاره ده چې هغه به په خپلو پالیسیو کې ژور بدلونونه هم رامنځته کړي. تحلیل کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې راغلي، بایډن که څه هم مخکې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو کمښت د امریکا په زیان بلل خو اوس یې دغه ناپایه جګړه بې ګټې بللې او د خپلو ځواکونو پر وتلو یې ټینګار کړی دی. تحلیل کې وړاندې راغلي، نه یوازې سرتېري بلکې د افغانستان او سیمې په اړه به د بایډن سیاستونه ډېر بدلون ونه مومي.
































