د رسنیو د راپورونو له مخې د لوړې مراسمو ته څلور ورځې پاتې دي خو د امریکا په ټولو پنځوس ایالتونو کې سرتېرو ته د تیارسی امر شوی دی. ځينو ایالتونو ته پر تګ راتګ بندیز هم لګول شوی دی او ځینې ایالتونه بیا وایي چې د لوړې مراسمو پر ورځ به چا ته د تګ راتګ اجازه ور نه کړي. په واشنګټن کې بیا ملي ګارد فعال شوی دی، ځینې لارې بندې دي او د امنیت د تامین ټول تدابیر نیول شوي دي. بایډن خپلو پلویانو ته ویلي چې لارو کوڅو ته دې نه راوځي او د لوړې مراسم دې د تلویزیون له لارې وګوري.
































