په ایران کې د یورانیمو د غني کولو بهیر د ځینو اروپايي هېوادونو اندېښنه پارولې ده. فرانسې، برېتانیا او المان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ایران د فلزي یورانیمو د غني کولو بهیر پیل کړی دی او د یورانیمو دغه ډول یوازې په نظامي مواردو کې کارول کېږي. یادو هېوادونو ویلي دوی د ایران او امریکا د اټومي تړون ملاتړي دي خو د فلزي یورانیمو غني کول ددې تړون ښکاره سرغړونه ده. دوی ویلي چې دغه ډول یورانیمو هېڅ راز سوله ییزه کارونه نه لري نو ایران ته په کار ده چې له تړون سرغړونې ودروي. ایران بیا ویلي چې دوی یوازې د سوله ییزو فعالیتونو لپاره د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړې ده.
































