د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وایي سخت یې له دندې سره په تنګ دی او هیله من دی چې ژر تر ژره له دفاع وزارت ووځي. د امریکا ددفاع سرپرست وزیر کرسټوفر مېلر تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په یوه حساسه مرحله کې دروند مسوولیت ور له غاړې شو او په داسې یوه موقعیت کې د سلګونه ناندریو او جنجالونو کنټرولول اسانه خبره نه وه. نوموړي ویلي له خپلې دندې سره یې نور زړه په تنګ دی او هیله لري چې ژر تر ژره نوی حکومت راشي او دی کور ته ستون شي. ټرمپ وروسته له هغه کرسټوفر مېلر او د پنټاګون ځینې لوړپوړي چارواکي د خپل واک په وروستیو کې مقرر کړل چې د پنټاګون پخوانیو چارواکو له عراق او افغانستان د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه ورسره منله.
































