امریکایي متقاعد جنرال مک کریسټال په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له لوري پر کانګرس ماڼۍ یرغل په افغانستان کې د القاعده له ظهور سره پرتله کړی دی او ویلي یې دي چې امریکا د یوې خطرناکې کورنۍ جګړې پر لور روانه ده. ډیلي میل د یاد جنرال له قوله ویلي، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه او په امریکا کې پر کانګرس یرغل یو بل ته ډېر ورته والی لري او په وینا یې، د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو پر کانګرس برید ځکه خطرناک دی چې دې ناوړه پېښې په نړیواله کچه د امریکا د ډیموکراسۍ دعوې ته سخت زیان ورساوه. هغه زیاته کړې چې ښایي په راتلونکو ورځو کې هم ځینې نادودې ولیدل شي او له همدې امله به د امریکا په کورنیو چارو کې د نورو لاسونو ته زمینه مساعده او وضعیت نور هم پیچلی شي. نوموړي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته ټرمپ له واکه لرې هم شي د نوموړي د پلویانو بې بندوباره ډله به تر ابده د امریکا د یووالې پر وړاندې ګواښ پاتې شي.
































