ایران د سولې بین الافغاني مذاکراتو د څار تر ټولو ډاډمنه لار د ملګرو ملتونو له لوري د یو استازي ګومارل بللي دي. په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي زیاته کړې چې د سولې پروسې د بریا او پر دې بهیر د بې طرفه او ډاډمن څار لپاره په کار ده چې ملګري ملتونه د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وګوماري. ایران دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت تر خرابېدو وروسته د سولې پر پروسې د افغانانو تر څنګ د یو شمېر نورو هېوادونو باور هم زیانمن شوی دی او په دې برخه کې یې د افغان چارواکو په ګډون د سولې برخه کې د نورو شریکو هېوادونو پر نیت هم شکونه ښودلي او دغه راز څو ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي وو چې د سولې پروسې بریا لپاره هیڅ تضمین وجود نه لري.
































