په هېواد کې د تاوتریخوالي په دوام تېره ورځ په کابل ښار کې د سترې محکمې پر کارکوونکو وسله وال برید وشو، چې په هېواد د نننه او بهر یې غبرګونونه لرل. د کابل ښار امنیتي مسوولین وایي چې د کابل شار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې موټرسایکل سپرو وسله والو د سترې محکمې پر ښځینه کارکوونکو برید وکړ او دوی ته یې مرګ ژوبله واړوله. ولسمشر غني دا د طالبانو کار بللی او له دوی یې یو ځل بیا غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هم ویلي چې دا د طالبانو کار دی او که دغه ډله سوله غواړي، باید ورته کړنې بس کړي.
په وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې او د مقناطیسي ماین چاودنې ډېرې شوې دي. سره له دې چې وسله وال طالبان په دغو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو افغان حکومت او اوس تازه امریکا یې د دوی کار بولي او په خبره یې، دغه ډله په دې توګه خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. د همدې بریدونو په دوام، تېره ورځ سهار مهال د کابل ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې د سترې محکمې پر یوه موټر ناپېژانده وسله والو برید وکړ. په برید کې د دې محکمې دوې ښځینه کارکوونکې وژل شوې دي او یوه مېرمن او موټر چلوونکی ټپیان دي. د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.
ولسمشر غني په همدې مناسبت په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دا یو وحشتناک ترهګریز عمل دی. نوموړي دغه پېښه غندلې ده او هغه یې له ټولو انساني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې عمل بللی دی. د ولسمشر غني په خبره: «د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لوري زموږ پر بې دفاع او ملکي هېوادوالو ترهګریز برید، له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې عمل دی او دغه راز د سولې له روحیې او د ملت له اجماع سره په تضاد کې دی.»
ولسمشر دغه راز په دې اعلامیه کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې دایمي اوربند وکړي او له جګړو لاس په سر شي. د ده په خبره، ترور او وحشت د ستونزې او ناورین د ختمولو لار نه ده او یوازینۍ لار دا ده چې اوربند وشي او وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي. هغه زیاته کړې: «یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو غواړي چې زور، ترور، وحشت او جنایت د ستونزو حل نه دی او په هیواد کې روان ناورین او جګړه لا سختوي او اوږدوي، نو د دایمي اوربند په منلو سره د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیئ.»
په بهرنیو غبرګونو کې قطر هغه هېواد دی چې په کابل ښار کې یې پر ښځينه قاضیانو وروستی برید غندلی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د سولې بهیر پر چټکتیا ټینګار کوي او دغه ډول ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندي.
بلخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هم پر ښځینه قاضیانو برید د وسله والو طالبانو کار بولي. راس ویلسن په همدې مناسبت په خپرو کړو ټویټ پیغامونو کې ویلي دي، چې د طالبانو دغه ډول کړنې او هدفي بریدونه به د سولې روحیه زیانمنه کړي او د نړیوالو غوسه به وپاروي، نو که دغه ډله سوله غواړي، باید دا بهیر ودروي. هغه ویلي: «طالبان باید پوه شوي چې دغه ډول کړنې، چې دوی یې مسوول دي، نړیوال غوسه کولی شي. نو که دغه ډله سوله غواړي او د سولې غوښتونکې ده، نو دا ډول بریدونه دې ودروي.»
په کابل کې د امریکایي سفارت سرپرست راس ویلسن ویلي چې امریکا دا او ورته نور بریدونه غندي او د سولې او یووالي روحیې خلاف یې بولي او د طالبانو په ګډون له نورو ترهګرو ډلو غواړي چې تر هرڅه ژر پر بې دفاع ملکي افغانانو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. بلخوا وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم په کابل کې د وروستي برید مسوولیت منلی دی.
































