د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې ددواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو مشرانو او ځینو غړو لیده کاته لرلي دي او پر اجنډا او د مذاکراتو پر راتلونکو پړاوونو یې خبرې کړې دي. دده په خبره د اجنډا پر توحید کار روان دی او پر دې هم بحث شوی دی چې د مذاکراتو راتلونکي پړاوونه څنګه تنظیم کړي. بلخوا د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري هم وایي چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشرانو له یو بل سره لیدلي دي او د مذاکراتو پر راتلونکي پړاو خبرې شوې دي. تر دې وړاندې افغان پلاوي ویلي وو چې طالب لوری لیدنې ته نه تیارېږي، خو پرون له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته د دواړو لورو ترمنځ لیده کاته شوي دي. طالبان او افغان حکومت داسې مهال د مذاکراتو بهیر په ځنډنۍ توګه مخ ته وړي چې په کور د نننه جګړې شدیدې شوې دي او د سولې پر بهیر هم د ځنډ او ابهام له امله نیوکې ډېرې شوې دي.
































