بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان سولې په اړه یې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا پر دوام د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره خبرې کړې دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب، د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغان مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر مسئله خبرې کړې دي. میرویس ناب ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په دې تړاو د نړیوالو همکاري اړینه ده. ګډونوالو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم له افغان حکومت سره د سولې به برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































