ښايي د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ته د افغانستان مسئله دومره مهمه نه وي. د کړکېچ نړیوالې ډلې څارونکی انډریو واټکنېس په یوه مرکه کې ویلي دي چې د بايډن حکومت په امریکا کې کافي مصروفیت لري نو له همدې امله ښایي د افغانستان مسئله دومره ورته مهمه نه وي. دده په وینا د بايډن شاوخوا کسانو په واضح توګه ویلې ده چې د افغانستان په اړه به د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي او تمه لري چې دلته روانه جګړه د مذاکراتو له لارې حل شي. هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې باید دواړه ښکېلې خواوې د مذاکراتو له فرصت ګټه پورته کړي او ځان دې دایمي اوربند، سولې او ثبات ته نږدې کړي.
































