امرالله صالح نن په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي چې په کابل کې وروستي ترهګریز او هدفي بریدونه د طالبانو له لوري ترسره کېږي. دده په خبره د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر فرصت کې بښل کېږي او د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي. نوموړي ویلي ددې لپاره چې په کابل او نورو ښارونو کې د جنایتونو کچه راټيټه کړل شي نو باید بندي طالبان اعدام شي. هغه ټینګار کوي چې په دې سره به د جرمونو کچه راټيټه کړل شي او د نورو لپاره به عبرت وي. امرالله صالح داسې مهال د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو طالبان او حکومت د سولې پر ځای تر ډېره پر جګړو او ناندریو څرګندونې لري. دې مسئلې عامو افغانانو ته اندېښنې پارولې دي او پر سوله یې دوی بې باوره کړي دي.
































