ولسي جرګې د ملګرو ملتونو له نړیوال سازمان وغوښتل چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسولو او د بشري فعالیتونو په برخه کې همکاري کړې ده او اوس ددې وخت دی چې د سولې په روان او مهم بهیر کې هم همکاري وکړي. د میر رحمان رحماني په خبره په هېواد کې جګړې خونړۍ شوې دي، ملکي تلفات لوړ شوي دي، د سولې بهیر مبهم دی او ولس ته ګڼې اندېښنې پیدا شوې دي. هغه وايي ملګري ملتونه باید په دې بهیر کې همکاري وکړي او په دې توګه دې افغانستان د ګاونډیانو له مداخلې وژغوري او د هغو خلکو مخنیوی دې وکړي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو جګړه مخ ته وړي. ولسي جرګې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په دې توګه دلته روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
































