د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د پوهنې وزارت د سرپرستې پر کړنو د نیوکې تر څنګ له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې ده چې په ادارو کې دې د سرپرستۍ غیر مسوولانه حضور ته د پای ټکی کېږدي. رحماني نن د ولسي جرګې په امتیازې ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي، د کابینې هغه غړي چې له ولسي جرګې یې د تایید رایه نه ده اخیستې ټولې چارې یې غیر قانوني دي. هغه زیاته کړې، د ولسي جرګې غړي تمه لري چې ولسمشر غني هر څه ژر سرپرستان د هغوی د غیر قانوني کړنو له امله رخصت کړي. هغه ټینګار کړی دی چې ولسمشر باید ژر تر ژره د کابینې پاتې غړي ولسي جرګې ته د تایید لپاره ورمعرفي کړي.
































