د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو تر څنګ یې د افغان ځواکونو ملاتړي هم دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو تېره ورځ ناوخته د تلیفون له لارې خبرې کړې دي. سرچینه کاږي چې د ناټو عومي منشي او ولسمشر غني تر ډېره د سولې پر مسئله، له افغان ځواکونو د ملاتړ او په هېواد کې د روانې جګړې پر پای ته رسولو خبرې کړې دي. ینس سټولټنبرګ ویلي دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له افغان ځواکونو به یې د روزنې، تجهیز او پیاوړي کولو په برخه کې ملاتړ روان وي.
































