هېواد کې د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین رسمآ پیل شو. طالبانو هم ویلي چې د دغه کمپاین د عملي کېدو ملاتړ کوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم نن سهار پر خپل ټویټر لیکلي، چې طالبان د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسېدو ته زمینه برابرول خپل مسوولیت ګڼي او په همدې اساس يې د ملګرو ملتونو روغتیا ادارې ته د خپلو اصولو له مخې د پوره همکارئ ډاډ ور کړی دی. ویل کېږي طالبانو تر دې وړاندې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین مخه نیوله. د افغان حکومت او ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) لخوا په دغه ترسره کېدونکي پنځه ورځني کمپاین کې به نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو ټیټ وي، واکسین شي.
































