په امریکا کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو او په دې وبا د اخته کسانو شمېر له ۲۴ میلیونو اوښتی دی. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې پرون ماسپښین د دې وبا له کبله د مړو کسانو شمېر ۴۰۰۷۳۳ ته ورسېد. کلیفورنیا لومړنی ایالت و، چې د کرونا وبا د ناروغانو شمېر یې پرون له درې میلیونو واوښت. د ژمي له رارسېدو سره د امریکا له دریو په دوه برخې ایالتونو کې د کرونا وبا مثبت موارد زیات شوي دي. په عین حال کې چارواکو د کرونا د هغې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی چې د پخواني هغې پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.
































