د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یوځل بیا د طالب بندیانو پر اعدام ټینګار کړی. امرالله صالح ویلي، چې د دوی کاري ډلو د طالب بندیانو د اعدام په اړه په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو په اړه د خلکو نظریات ارزیابي کړې، چې پراساس یې ۸۵ سلنه کسانو د طالب بندیانو اعدام غوښتی دی. نوموړي ویلي، له همدې امله یوځل بیا د طالب بندیانو پر اعدام ټینګار کوي او هڅه یې داده چې د طالبانو پرضد لویې حق العبدي دوسیې جوړې کړي. خو د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، چې که يې بندیان یې اعدام شي، نو دوی هم بدیلې لارې لري. امرالله صالح داسې مهال د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو طالبان او حکومت د سولې پر ځای تر ډېره پر جګړو او ناندریو څرګندونې لري.
































