طالبانو د امریکا له نوي ولسمشر جو بایډن څخه غوښتنه کړې ده چې د امریکا-طالبانو هوکړه وساتي او د هغې پر بنسټ له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي. د نیشنل خپرونې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم له قوله ویلي چې امریکا باید د ټرمپ د تګلارې پر بنسټ خپل سرتېري له افغانستانه وباسي څو په دغه هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو ته زمینه مساعده شي. نعیم ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید اقدامات وشي نه دا چې دا پروسه په بېلو پلمو له ځنډ او خنډ سره مخ شي. هغه زیاته کړې، امریکا د دوحې هوکړه کې ژمنه کړې وه چې تر مې میاشتې پورې به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي خو د ده په خبره، په دې برخه کې څنګه چې اړین وه هغسې اقدامات نه دي شوي او دې چارې د سولې روان بهیر له خنډ سره مخ کړی دی. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې بایډن به د خپلو سرتېرو ستنولو ته دوام ورکړي او کنه خو د نوموړي د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په همدې میاشت کې له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي وو چې نوې اداره به له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ ملاتړ وکړي.
































