د نیمروز ولایت ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو برید کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د نیمروز د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر ویلي، طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی دی چې په پایله کې یې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور یې طالبانو ژوندي له ځان سره بیولي دي. د نیمروز ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































