سره له دې چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی ظاهراً له خبرو خوښ نه ښکاري، خو طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لټه کې دي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن حکومت دې د ټرمپ پر تګلاره عمل وکړي او له افغانستانه دې د خپلو سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړي. بلخوا د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي بیا وایي چې طالبان د خبرو له لارې د جګړې د ختمولو اراده نه لري او جګړې ته ادامه ورکوي.
په وروستیو اونیو کې په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی او عام افغانان دا تمه لري چې ټول اړخونه ژر تر ژره د جګړې د ختمولو پر سر توافق وکړي. د سولې او مدني فعالین په ټولنیزو رسنیو کې د سولې پر ځنډني بهیر نیوکې کوي او پر دې باور دي چې که وضعیت همداسې روان وي، نو ښايي د هوا په ګرمېدو سره په هېواد کې د جګړې نوی پړاو پيل شي. افغان حکومت هم په دې باور دی چې طالبانو په نوي کال کې د یوې بشپړې جګړې لپاره هر اړخیز تیاری نیولی دی.
د افغان حکومت مذاکراتي ټیم هم وایي چې طالبان د خبرو له لارې د جګړې ختمولو ته تیار نه دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي محمد امین احمدي ویلي، طالبان په دې ورځو کې په دې فکر کې دي چې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره توافق ته تر رسېدو مخکې د امریکا په واسطه خپل بندیان خوشي کړي او ښايي دا مسئله جګړې شدیدې کړي. د ده په خبره: «طالبانو داسې هڅه پيل کړې چې له حکومت او نړیوالې ټولنې سره تر توافق پرته له امریکا سره د خبرو له لارې خپل بندیان خوشي کړي، دوی د افغان حکومت پر وړاندې بې تفاوتي ښيي».
د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دغه غړي دا هم ویلي، چې طالبان له افغان پلاوي سره مذاکراتو ته دومره تمایل نه ښيي. د ده په خبره، دوی یوازې پر خپلو ګټو تمرکز کوي. د احمدي په خبره: «طالبان د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي سره پر مسائلو جدي او اصولي مذاکرې ته تمایل نه لري. دوی یوازې په خپله ګټه خبرې کوي او په هېواد کې د عادلانه سولې هېڅ فکر نه لري».
د مذاکراتي پلاوي دغه غړي د طالبانو روانه جګړه هم ننګولې او په وینا یې، که طالبان وغواړي، نو دوی چمتو دي چې له دیني اړخه د طالبانو جګړه باطله ثابته کړي. هغه وايي، د طالبانو له لوري روانه جګړه افغان وژنه ده او دغې ډلې ته په کار ده چې خپلو جګړو ته د پای ټکی کېږدي. د ده په خبره: «موږ چمتو یو د مېز پر سر د طالبانو جګړه له دیني اړخه باطله او مسلمان وژنه ثابته کړو».
د مذاکراتي پلاوي یوه بل غړي حفیظ منصور هم ویلي، چې په مذاکراتو کې د پرمختګ او سولې لپاره باید تر هر څه وړاندې د روانې جګړې پر دیني اړخ بحث وشي. حفیظ منصور له رسنیو سره په خبره کې ویلي چې افغان حکومت د مذاکراتو پر مېز په هېواد کې د روانې جګړې پر دیني اړخ بحث ته چمتو دی او تر هغه چې دا بحث نه وي روښانه شوی، مذاکرات پایلې ته نه رسېږي.
له دې ورهاخوا طالبان بیا پر دې ټینګار کوي چې د بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت باید د طالبانو او امریکا ترمنځ پر شوې هوکړه عمل وکړي او په دې توګه دې له افغانستان د خپلو سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړي. د دوی په خبره، امریکا باید د ټرمپ د تګلارې پر بنسټ خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، څو په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو ته زمینه مساعده شي. نعیم ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید اقدامات وشي، نه دا چې دا پروسه په بېلو پلمو له ځنډ او خنډ سره مخ شي.
د سولې بهیر داسې مهال د یادو ناندریو له امله له خنډ او ځنډ سره مخ دی چې په هېواد کې جګړه شدیده شوې او د نړیوالو تر څنګ عام افغانان هم د دې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره باید بین الافغاني مذاکرات د جګړې د ختمولو سبب شي.
































