په داسې حال کې چې ورځ تر بلې په هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د علماوو ځانګړي عالي کمېسیون ټولې دیني، مذهبي، سیاسي او فرهنګي را ټولېدنې منع اعلان کړې. ددغه کمیسیون غړو نن د هېواد د حج او اوقافو وزارت د استازو په ګډون په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د فتوا په صادرلو سره له خلکو وغوښتل چې له دې وروسته دې لمنځونه په خپلو کورونو کې کوي او جوماتونو ته دې له تللو ډډه وکړي. دغه علماوو وویل، چې فتوا یې د قران او احادیثو په رڼا کې صادره کړې ده. دوی ویلي، هغه کسان چې له کرونا ناروغۍ څخه مړه کېږي باید د ډېر کم شمېر خپلو خپلوانو په حضور او د ځانګړو تدابیرو له مخې خاورو ته وسپارل شي. د یاد کمېسیون رییس عبدالسلام عابد له حکومت وغوښتل چې د کرنا ناروغۍ تر ختمېدو پورې دې ټول حکومتي مالیات لغوه اعلان کړي.
































