په هرات کې د ناپېژانده وسله وال په یوه برید کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې پېښه نن سهار د هرات په مرکز کې د مینارونو په سیمه کې شوې ده. د سرچینې په خبره ناپېژانده موټرسایکل سپرو د پولیسو پر یوه موټر ډزې کړې دي، چې درې کسه یې پکې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. بلخوا ددغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې هم د پولیسو یوې پوستې ته نږدې چاودنه شوې چې شپږ پولیس پکې ټپیان دي. د یادو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو ځايي امنیتي ادارو یې په اړه د پلټنو خبره کړې ده.
































