د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن او د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، هغه وخت چې د ټرمپ پلویانو پر کانګرس ماڼۍ یرغل وکړ ممکن هغه وخت کې ټرمپ له پوتین سره د تماس په حال کې و او له هغه څخه یې دا مشوره تر لاسه کړې وي. پلوسي او کلینټن دواړو ویلي دوی علاقه لري چې د جنوري په شپږمه نېټه د ټرمپ تلیفوني مکالمې وڅېړي څو پوه شي چې ټرمپ په همدې ورځ له چا سره خبرې کړې دي. پلوسي زیاته کړې، پوتین غواړي د امریکا ډیموکراسي تضعیف کړي او په وار وار یې له ټرمپ څخه په همدې برخه کې د نانځکې په توګه ګټه اخیستې او په بېلو ډولونو یې لوبولی دی. هغې ټینګار کړی چې پر کانګرس یرغل پوتین ته د ټرمپ ډالۍ وه.
































