دفاع وزارت ته د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن نومول شوي وزیر په نړۍ کې د امریکا د اوږدو جګړو پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی. جېمز اسټین سنا جرګې ته په خبرو کې افغان جګړې ته په اشارې ویلي چې دا جګړه باید نوره ختمه شي او امریکایي سرتېري هم بېرته خپلو کورونو ته راستانه کړل شي. نوموړي که څه هم د سرتېرو د وتلو روان بهیر په اړه څه نه دي ویلي خو ټینګار یې کړی دی چې هر څه ژر باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یوه هوکړه وشي. په ورته وخت کې د بایډن د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوي وزیر هم د افغان جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی خو زیاته کړې یې ده چې دوی به هوکړه له سره وارزوي.
































