د اسلامي همکارۍ سازمان په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي په درېدو د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې هر څه ژر باید په دغه هېواد کې اوربند ټینګ او دا هېواد د خبرو اترو له لارې تلپاتې سولې ته ورسېږي. دا څرګندونې د اسلامي همکارۍ سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي. العثیمین څرګنده کړې، چې وژنې، جګړې او تاوتریخوالی د اسلام د روحیې خلاف دي او په وینا یې دا پیغام باید له هرې ممکنې لارې ټولې نړۍ ته ورسېږي چې اسلام د ترور او وژنو نه بلکې د یووالي او دوستۍ دین دی. نوموړي ویلي، چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو او د جګړې د پایته رسېدو او اوربند په اړه د افغان حکومت د دریځ کلک ملاتړ کوي.
































