د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ کاري ورځ پنځلس فرمانونه صادر کړي دي. په لومړي سر کې یې د فرمانونو په صادرولو د ټرمپ ځینې اقدامات لغوه کړي دي. هغه د مسلمانو هېوادونو وګړو ته پر ورتګ بندیز لرې کړی دی، د کډوالو په اړه یې د ټرمپ تګلاره لغوه کړې ده، له مکسیکو سره یې د دیوال جوړولو پروژه لغوه کړه، د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو فرمان یې لغوه کړ، د اقلیم د ساتنې له نړیوال پروګرام سره بېرته یو ځای شو او دغه راز یې ګڼ نور فرمانونه هم صادر کړل. هغه د لوړې تر مراسمو وروسته وویل چې په امریکا کې به د یووالي، پرمختګ او رښتینې پراختیا لپاره کار کوي. هغه ټینګار وکړ چې د امریکا تاریخي او نړیوال هویت به بېرته راژوندی کوي.
































