جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپله لومړنۍ وینا واوروله. نوموړي په خپلو خبرو کې تر ډېره په امریکا کې پر یووالي خبرې وکړې او له ټولو امریکایانو یې وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د یو بل تر څنګ ودرېږي او خپل یووالی حفظ کړي. دده په خبره امریکا باید د ګوندونو، رنګونو، مذهبونو او طبقاتو له امله و نه وېشل شي بلکې د یوې پیاوړې امریکا لپاره دې تر هر څه وړاندې هر وګړی د یووالي لپاره کار وکړي. هغه همدا راز وویل چې د مخالفو او موافقو امریکایانو ولسمشر دی او د ټولې امریکا لپاره به کار کوي. بایډن ټینګار وکړ چې د امریکا د پرمختګ لپاره پراخ پلانونه لري او تر ټولو مهمه دا ده چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي، له امله یې رامنځ ته شوی ناوړه اقتصادي وضعیت سم کړي او د امریکا د امنیت لپاره به جدي ګامونه اوچتوي.
































