د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له سپینې ماڼۍ څخه د ټرمپ پر تګ خوشالي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې هغه ته یې ماتې ورکړې ده. نوموړي ویلي، ټرمپ یو بې بندوباره او داسې کس و چې پر سیاست یې سر نه خلاصېده او ټولې پرېکړې یې د خپلو شخصي ګټو لپاره کولې چې له همدې امله یې د امریکا دریځ په نړیواله کچه زیانمن کړ او له نړۍ سره یې د دغه هېواد روابط تر ټولو ډېرې وځپل. مادورو څرګنده کړې، د امریکا نوی ولسمشر د سیاست اوږده تجربه لري او د ده په باور کولی شي امریکا بېرته پخواني مسیر ته برابره او له نړۍ سره یې اړیکې له سره ورغوي.
































