روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۸۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۴۸۳ ته لوړ شوی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ډېر شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۷۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۶ زره او ۸۸۷ ته رسېدلی دی. یاد وزارت په هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































