د بلوچستان په سیوۍ سیمه کې د ملېشه ځواکونو پر عسکرو چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې څلور عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د سیوۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه غرنۍ سیمه کې د عسکرو پر موټر باندې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، په پېښه کې لومړی نهه کسان ټپیان شوي وو خو وروسته یې څلورو ساه ورکړه او نور یې د درملنې لپاره د کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې پړه بلوڅ بیلتون پالو پر غاړه اخیستې ده.
































