د افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی پر اجنډا د اصلي خبرو پیلېدو ته چمتووالی ښيي. د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي د اجنډا پر لومړیتوبونو کار کړی او اصلي خبرو ته بشپړ چمتووالی لري. نوموړې وايي، د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی پر داخلي موضوعاتو خبرو ته دوام ورکوي او هیله څرګندوي چې مقابل لوری هم پر اجنډا خبرو کولو ته چمتوالی وښيي. له شاوخوا درېیو اونیو راهیسې په دوحه د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي، خو لاهم کوم جدي پرمختګ پکې نه دی شوی.
































