د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په کابل کې د امریکا سفارت به زرګونو هغو افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده. دغو کسانو ته د وېزو ورکړه د تېر کال په مارچ میاشت کې وروسته له دې چې کرونا وبا خپره شوه وځنډېده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، په کابل کې به د امریکا سفارت په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د وېزو ورکړه بیا پیل کړي او مستحق کسان به مرکو ته وروبولي. په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې څومره کسانو ته به د امریکا وېزې ورکړل شي. په همدې حال کې ولسمشر جو بایډن ویلي چې امریکا ته د یو شمېر مسلمانو هیوادونو پر تګ د ټرمپ له لوري بندیز به د یوه فرمان له لارې لغوه کړي.
































