د هندوستان د واکسینونو په تر ټولو لویه کارخونه کې اورلګېدنې پنځه کسان مړه کړي دي. یاده کارخونه چې د هند په لودیځ کې موقیعت لري، د نړۍ په کچه د واکسین جوړولو تر ټولو لویه کارخونه بلل کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو تصویرونو کې لیدل کیږي، چې د شرکت له ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي، خو مسوولین یې وايي، چې د واکسینونو پر تولید یې هېڅ اغېزه نه ده کړې. د اورلګېدنې لامل له نه دی معلوم شوی. د راپورونو له مخې د اور وژنې ډله په وخت سیمې ته رسېدلې او اور یې کنټرول کړی دی خو هغه پنځه کسان یې ونه شو ژغورلی، چې د اور په منځ کې بند پاتې وو.
































