د عامې روغتیا وزارت وايي چې معتادین د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري او يخني يې ژر وژني. د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې ملي پروګرام مسوول محمد شعیب شهرام وايي چې دوی د ژمي په یخنۍ کې د بې سرپناه معتادینو د ژغورنې لپاره د معتادینو را ټولولو پروګرام پیل کړی دی. معتادین د کابل ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې راټولېږي. که څه هم کورنیو چارو وزارت د کابل ښار مسوولینو ته دوه میاشتې وخت ورکړی و چې د نشه يي موادو ټول خرڅوونکي ونیسي او معتادینو ته د نشه يي موادو د رسولو لارې وتړي، خو د معتادینو د درملنې ادارې وايي چې اوس هم په ښار کې نشه يي مواد ارزانه او اسانه موندل کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان د ارزونې پر اساس د نړۍ په هرو سلو معتادینو کې شپېته یې بېرته په نشو اخته کېږي، خو د افغانستان په هرو سلو معتادینو کې څه د پاسه اتیا معتادین د نشو تر پرېښودلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.
































