د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۴ میلیونه ډېر کسان په کرونا وبا اخته شوي او تر ۴۱۰ زره ډېر بیا د دغه وبا له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۷ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۴ زره او ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۱۴زره او ۱۴۷، په مکسیکو کې ۱۴۴زره او ۳۷۱، په هند کې ۱۵۲زره او ۸۶۹، په بریټانیا کې ۹۴ زره او ۷۶۵، په ایران کې ۵۷ زره او ۱۵۰ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۲۰۴ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.
































