د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سعودي عربستان د پوهنې له وزیر ډاکټر حمد بن محمد آل شیخ سره لیدلي او دواړو لورو د پوهنې او روزنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان د پوهنې وزیر د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې د تحصیلي بورسونو د زیاتېدو او همدارنګه د افغانانو له پاره د مسلکي او تخصصي زده کړو د زمینې د برابرولو په هدف د خپل هېواد چمتووالی وښود. نوموړي ټینګار کړی چې د ښوونکو د روزنې او د شته نمونو او تجربو په کارولو سره د تعلیمي برنامو او درسي نصاب د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو د پوهنې وزارتونو د علمي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا په موخه د تفاهم سند لاسلیک کړ.
































