د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش او د سره صلیب او هلال احمر نړیوالو ټولنو د اټومي وسلو د استعمال د مخنیوي د تړون د لازم الاجرا کېدو هرکلی کړی دی. دا په تېرو دوو لسیزو کې د اټومي وسلو د مخنیوي او بې وسلو کولو لومړۍ وسیله بلل کیږي. په ملګرو ملتونو کې د نړۍ ۵۱ دولتونو دا تړون تایید کړ. دا تړون دولتونه مکلف کوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د وسلو ټولو قربانیانو ته صحي، رواني او فزیکي مرستې برابرې کړي. د ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د اټومي وسلو لرونکو هیوادونو د بې وسلو کولو مسئله د ملګرو ملتونو لپاره ډېره ارزښتناکه ده. اعلامیه کې ویل شوي، چې ټول هېوادونه د دا ډول وسلو د ختمولو لپاره باید بېړني اقدامات وکړي او د هغه بشري بحران مخه ونیسي چې د دغو وسلو د کارولو له کبله پیدا کیږي.
































