قطر کې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو درې اونۍ اوړي، خو تر دا مهاله پکې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وايي، پوهیږي چې د مذاکراتو ځنډ له افغانانو قرباني اخلي خو په وینا یې دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی، مقابل لوري ته یې خپل وړاندیزونه سپارلي او د ځواب په تمه دي. خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي، چې مقابل لوري یې تر دا مهاله د اجنډا لپاره خپل موضوعات نه دي ور سپارلي. شنونکي وايي، چې د سولې مذاکراتو له پڅ بهیر ښکاري چې دواړه لوري د سولې په اړه د امریکا د نوي حکومت دریځ ته په تمه دي او له همدې امله دغه بهیر ورو روان دی.
































