ولسمشر غني وايي، له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول افغانستان کې د سولې لپاره مهمه اړتیا ده. نوموړی وايي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري او که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نه لرل يې شرط دی. نوموړی د لنډ مهال حکومت پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ وايي، که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي. ولسمشر غني مني، چې اوس هم د کابل او اسلام آباد تر منځ باور کمزوری دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سرچینو تعریف نه دی شوی. د هغه په خبره، اسلام آباد په ډېرو برخو کې افغانستان ته اړ دی. ولسمشر غني ویلي، د پاکستان له لومړي وزیر يې غوښتي، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.
































