ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی دی.
رسنیو ته سرچینو ویلي چې پر ځای یې محمد خالد پاینده د مالیې لپاره د سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی دی. د ولسمشر ددفتر پر فیسبوکپاڼه بیا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر د اوامرو او احکامو له منلو سرغړونه کوله، د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې یې همکاري نه کوله، د مدیریت د کمزورۍ په تړاو یې د څېړنو اجازه نه ورکوله او دغه راز یې د نوموړي د ګوښه کولو لپاره نور دلایل هم راوړي دي.
عبدالهادي ارغندیوال یا هم د هغه شاوخوا کسانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې ولسمشر ته نږدې کسانو وخت ناوخت د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله چې دا مسئله د ارغندیوال له غبرګون سره مخ کېدله او له دې چارو سره یې مخالفت کاوه.
































