بایډن باید په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي. سټار انډ سټرایپیز په یوه اوږده مقاله کې په افغانستان کې روانې جګړې او د سولې بهیر ته کتنه کړې ده. سرچینه کاږي بایډن څلورم ولسمشر دی چې د واک پر مهال یې په افغانستان کې یوه ناپایه جګړه روانه ده. سرچینه کاږي ښايي بايډن یا له طالبانو سره د سولې خبرو ته ادامه ورکړي، یا له هوکړې سره سم خپل سرتېري وباسي او یا د خبرو یو نوی پړاو پيل کړي. په مطلب کې راځي له دې ټولو سره سره د بايډن مسوولیت دی چې په افغانستان کې دغه اوږده جګړه له ټولو ممکنه لارو د کار په لومړیو کې پای ته ورسوي. سرچینه کاږي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات روان دي خو په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي، طالبان د لا ډېرو سیمو د نیولو په لټه کې دي او همدا راز دوی پر افغان ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره د بایډن حکومت د دغه اوږدې جګړې د ختمولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
































