د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د ملي ګارد ۲۰۰ نظامیان د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې تر ګډون وروسته په کرونا وبا اخته شوي دي. راپورونه وایي، دا کسان د جو بایډن د لوړې مراسمو کې تر ګډون وروسته روغتون ته لېږدول شوي او د ډېریو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. د راپورونو له مخې، د بایډن د لوړې مراسمو امنیت لپاره شاوخوا پنځه ویشت زره عسکر په دنده ګومارل شوي وو چې ۱۵ زره یې بېرته ستانه شوي، ۳۶۰۰ یې د ستنېدو امر ته منتظر دي خو شاوخوا اووه زره نور به یې د روان کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې د کانګرس شاوخوا کې پاتې وي.
































